ننګرهار کې د پاکستان ویزې پر ورکړې اوس هم کاروبار روان دی
راپور/ ساحل اتل
ګهیځ د خپلو څېړنو پر مټ موندلې، چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د پاکستان ویزو په ورکړه کې لا هم پراخ فساد شتون لری.
د دغو څېړنو په پایله کې دا په ډاکه شوې چې جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخته ولاړ کمېشن کاران له دوه زره افغانیو نیولې آن تر دوه سوه امریکایی ډالرو پورې له خلکو پیسې اخلی او بیا یې په بدل کې ورته پر پاسپورټونو باندې وېزې لګوی.
په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګری د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو لپاره د یو ټاکلی مهالوېش له مخې هره اونۍ کې په نمبر واره بڼه ویزې لګوی. دوی د هرې اونۍ په پیل کې مهالوېش اعلانوی چې پر اساس یې د هماغو ولایتونو او ولسوالیو کسان کولای شی، په ټاکلی ورځ قونسلګری ته د ویزې لګولو لپاره ورشی، خو دغه سیمه کې ولاړ کمېشن کاران بیا د دوه سوه امریکایی ډالرو په بدل کې هغو اشخاصو ته په یو ورځ کې ویزی لګوی، چې د ولسوالۍ نوبت یی نه وی. همدا راز هغه کسان چې نوبت یې وی او د ویزې اخېستلو لپاره یې مراجعه کړې وی، کمېشن کاران ورڅخه د دوه زره افغانیو په بدل کې پرته له دې چې په نوبت کې ودریږی په هماغه ورځ ویزه تر لاسه کوی.
د ویزې لګولو په بدل کې له خلکو په دغه پېمانه غیر قانونی پیسې اخېستنې مسألې د معلومولو لپاره مو د یو کمېشن کار سره اړیکه ونیوله.
نوموړی پرته له نوبته د ویزې لګولو په بدل کې له موږ څخه د دوه سوه امریکایی ډالرو غوښتنه وکړه. د ګهیځ خبریال چې له نوموړی سره یې د موبایل له لارې خبرې کولې وویل: که چېرې د ولسوالۍ نوبت یې وی، نو بیا د دوه زره افغانیو په بدل کې د همدې ورځې تر پایه ویزه ورته لګوی، خو که وغواړی چې په بې نوبتۍ کې ویزه ولګوی، نو په بدل کې به یې دوه سوه امریکایی ډالر ورکوی.
ګهیځ خبریال هڅه وکړه چې د نوموړی کمېشن کار هویت ته لاسرسی پیدا کړی، خو نوموړی یې په ځواب کې د خپل ډرېور پېژندنه وکړه، چې د هغه له ادرسه خپلې چارې بشپړې کړئ.
ګهیځ سره په خبرو کې یوې بلې پټې سرچینې بیا د دوی دغه ډرېور په اړه بشپړ معلومات شریک کړل.
نوموړی په دې اړه وویل:
((دا د سردار په نوم د دوی یو(قونسل) ډرېور دی، چې بهر یې له عسکرو سره لېن – ډېن جوړ کړی. عسکر دوی ته کسان ورلېږی او خپل کمېشن په کې اخلی؛ مثلا دوی چې د ویزې پر سر پنځلس زره کلدارې اخلی، نو پنځه زره ترې عسکرو ته ورکوی او لس زره همدا سردار نومی کس اخلی. سردار لس زره ترې قونسل ته ورکوی د هر ویزه اخیستونکی نه، بیا ویزه چې ورکوی د شهیدانو او معلولینو ریاست او د صحت عامی ریاست چې و پخوا، دوی د دغې شاته یوه لاره راغلې دغه کسان چې پیسی یی ورکړی په همدې لارې ننباسی او ویزی ورته ورکوی.))
عابدالله مومند چې د ننګرهار ولایت ثمرخېلو اوسېدونکی دی وایی، د پاکستان د ویزې اخېستلو لپاره یې کمېشن کار ته د ۱۴سوه افغانیو ورکړې په بدل کې د سهار تر لسو بجو پاسپورټ باندې د ویزې لګولو کار خلاص شو. په داسې حال کې چې هره ورځ د پاکستان قونسلګرۍ مخ ته په سلګونه کسان د نوبت په تمه د شپې یوه بجه راځی او بیا د ورځې تر ختمېدو پورې په همدې هڅه وی چې پر پاسپورټ ویزه ولګوی، خو هغه کسان چې کمېشن کارانو ته پیسې ورکوی، په یو ساعت کې ویزه ترلاسه کوی. ډېرکله داسې هم کېږی چې یو تن ټوله ورځ تر انتظارو وروسته پرته له دې چې ویزه ولګوی، بېرته خپلو کورونو ته ستنیږی.
سلطان چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی، وایی:
((سهار پنځه بجې وې چې د پاکستان قونسلګرۍ ترڅنګ ودرېدم، خو کله چې مې فورمې ډکولې، ولاړو کسانو راته ویل، غواړې ویزه ژر ترلاسه کړې نو د رسمیاتو پیلېدو سره کمېشن کار ته دوه زره افغانۍ ورکړه، لاس نیولی به دې تر جالونو تېر او په لږ وخت کې به اسانۍ سره ویزه ترلاسه کړې. دغو ولاړو کسانو هم همداسې کړی وو.))
سلطان او دې ته ورته نور ډېر کسان د خپلو ناروغانو د لېږد لپاره اړ دی، چې د پاکستان ویزې ترلاسه کولو لپاره په غیر قانونی ډول پیسې ورکړی، خو بلخوا سلګونه هغه کسان چې بې وزله دی او کمېشن کارانو ته د ویزې اخېستلو لپاره د پیسو له ورکړې عاجز دی، په میاشتو – میاشتو نه دی توانېدلی، چې ویزه لاسته راوړی.
خاکسار د دغو خلکو یوه ښه بېلګه ده. نوموړی چې سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د ویزې ترلاسه کولو لپاره یې څو سهاره د قونسلګرۍ مخته سبا کړی، خو بیا هم په دې نه دی بریالی شوی چې ویزه ترلاسه کړی.
نوموړی وایی:
((په دې ګرمۍ کې پنجرو کې ناست یو. نوبت مو نه رارسېږی. نور خلک په موټر کې راشی، دوی سره خبره جوړه کړی. پولیس یې په هغه بله لاره راتاو کړی. پیسې او پاسپورت دواړه ترې واخلی. موږ ته هم کسان راځی وایی، که پنځلس زره ورکولای شې سبا دې ویزه واخله، نو دومره پیسې سړی له کومه کړی؟
پیسې همدا پولیس اخلی. کمېشن کارانو سره لاره لری. که د ورځې پنځه سوه ویزې ورکوی، نیم یې په پیسو ورکوی، قونسلګری هم دې فساد کې ښکېله ده. هغوی ورته د فساد زمینه برابره کړې؛ ځکه دوی پیسې اخلی.))
په ننګرهار کې د پاکستان ویزو د فساد په اړه مو ټول ادعاوی او شواهد د ننګرهار د امنیې قومندانۍ د ویاند فرید خان سره شریک کړل، خو نوموړی سره له دې چې زموږ پیغام یې واخېست، هېڅ ځواب یې په اړه ورنه کړ. له بار- بار هڅو وروسته په دې وتوانېدو، چې په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ د فساد په اړه د ننګرهار ولایتی ادارې نظر واخلو.
د ننګرهار والی ویاند عطاءالله خوګیاڼی منی، چې د ویزو په ورکړه کې فساد شتون لری. نوموړی وایی: ((موږ دغه ادعاوې کله هم نه دی رد کړی، چې دلته فساد نشته. فساد شته، ولې د فساد د مخنیوی لپاره ولایتی ادارې له ټولو هغو لارو چارو استفاده کړې، چې خلکو ته سهولت برابر شی او د فساد مخنیوی وشی. په دې برخه کې حتی پولیس هم نیول شوی، چې هغوی فساد ته زمینه برابروله. خپله ښکېل مسؤولین هم په کې نیول شوی دی. ځینې کارکوونکی هم نیول شوی دی. دې برخه کې له ټولو هغو لارو چارو استفاده شوې چې د فساد مخنیوی وشی، خو بیا هم تر ډېره کچه اوس سهولتونه رامنځته شوی دی او د فساد مخنیوی تر ډېره بریده شوی دی.))
هڅه مو وکړه چې په دې تړاو په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ مسؤولینو نظر هم واخلو، خو له بار – بار هڅو سره – سره په دې ونه توانیدو چې د فساد دغو مسایلو په اړه د دوی نظر ترلاسه کړو.
په ننګرهار کې د پاکستان د ویزو په ترلاسه کولو کې د فساد موضوع نوې نه ده؛ بلکې د کلونو را پدېخوا ویزه اخېستونکی د دې پروسې د نه روڼتیا څخه شکایت کوی. که څه هم په دې وروستیو کې د انلاین ویزو په ورکړې سره په دې برخې بیروبار کم شوی، خو د ویزو په وېش کې فساد هغه څه دی، چې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو خلکو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
د تېر ۱۳۹۹ هـ ل کال د میزان په ۳۰مه د ویزو ترلاسه کولو پرمهال د هجوم په یوه پېښه کې چې په فوټبال لوبغاړی کې رامنځته شوه، دولس افغان تورسرې مېرمنې تر پښو لاندې مړې شوې او ګڼ نور کسان په کې ټپیان شول.
گهیځ