هرات کې د شوې زلزلې له امله سلګونه کسانو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې هرات کې ځایی حکومتی چارواکو ویلی، چې د دغې زلزلې له امله ۱۵ کلی وران شوی، چې ښایی له امله یې رامنځته شوی ځانی زیان پراخ وی.
هرات کې له طبیعی پېښو سره د مبارزې امر بیا بی بی سی‌ رسنۍ سره خبرو کې ویلی، چې دغو ۱۵ کلیو کې د ۱۷ سوو په شاوخوا کې کسانو ژوند کاوه، چې دوی د اټکل له مخې د ۱۵ سوه کسانو د مړینې خبر ورکوی.
دغه زلزله د ریښتر په کچه شپږ اشاریه درې ښودل شوې.
وېره ده چې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ – ژوبله تر اوسنیو شمېرو ډېره لوړه وی؛ ځکه د مسوولینو په وینا، څو کلی په بشپړ ډول ړنګ شوی دی.
د هرات زنده جان ولسوالۍ چې ډېره مرک – ژوبله په کې شوې، له ښاره لرې پرته سیمه ده. دغه سیمه کې انټرنیټی خدمتونه په سم ډول کار نه کوی.
د امریکا د جیولوژی ادارې ویلی، ښایی د زلزلې له امله رامنځته شوی ځانی زیان پراخ وی.
دې ادارې زیاته کړې، چې تېر کې په دې کچه پېښو کې په ملی او سیمه ییزه کچه لاس نیوی او مرستې ته اړتیا پېښه شوې ده
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.