کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ارګ څخه په یوې خبرپاڼه کې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو رسولو لپاره د ګډ کمېسیون د جوړېدا او د چارو له پیلیدا څخه خبر ورکړی.
خپرپاڼه کې ویل شوی، چې هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله له زیانمنو سره د مرستې لپاره، په ارګ کې د رییس الوزرا په مشرۍ بېړنۍ غونډه جوړه شوې او ګډ کمېسیون ورته جوړ شوی دی.
په غونډه کې د کلیو جوړولو او بیارغونې وزارت د مرستیال په مشرۍ، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، کورنیو چارو، دفاع او عامې روغتیا وزارتونو او د افغانی سرې میاشتې ټولنې استازو او د ځینو نورو ادارو استازو او د یاد کمېسیون غړو ته دنده سپارل شوې، چې ژر تر ژره دې له زیانمنو سره روغتیایی او اړینې مرستې ترسره کړی.
خبرپاڼه کې راغلی چې رییس الوزرا د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰۰ میلیونه نغدې افغانۍ هم دغه ولایت ته استولې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ