کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات د خونړۍ پېښې له قربانیانو سره د مرستې په موخه تر دې مهاله په کور دننه بېلابېلو سوداګرو، او سرپرست حکومت نږدې ۳۱۲ میلیونه افغانۍ مرستې اعلان کړې ده.
د خبر پر بنسټ، د عزیزی ګروپ مشر میرویس عزیزی د هرات د پېښې په اړه د ژورې خواشینۍ سربېره د دې پېښې له قربانیانو سره ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې ده.
نوموړی پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې هرات ولایت ته یې استازی هم نن سفر کوی او هلته به د مرستو لړۍ عملا پیل کړی.
بل خوا د رییس الوزرا له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلی، چې دوی یو ګډ کمېسیون ټاکلی او د پېښې له قربانیانو سره به ۱۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته کوی.
په ورته وخت کې د کام ایر هوایی شرکت هم د لس میلیونو افغانیو مرستې اعلان کړی او ویلی یې دی، چې ډېر ژر به دغه مرستې د هرات د پېښې قربانیانو ته ور ورسوی.
په کابل، پکتیا، خوست، ننګرهار، نیمروز، فراه، بادغیساو یو شمېر نورو ولایاتو کې هم ګڼو ځوانانو د مرستې راټولونې ډلې جوړې کړی، خو تر اوسه د راټولو شویو مرستو اندازه نه ده معلومه.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ