د وردګ پوهنتون د احاطوی دېوال د رغولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مېدان وردګو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د وردګ پوهنتون لپاره د ۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت د احاطوی دېوال د جوړولو د چارو پرانیسته وکړه.
د لوړ زده کړو سرپرست وزیر دغو مراسمو کې ویلی، چې سرپرست حکومت هېواد کې د لوړو زده کړو لپاره د هر ډول آسانتیاوو برابرولو او د پوهنتونونو د بیا رغونې هڅې پیل کړې دی. نوموړی زیاته کړې، د ټولو پوهنځیو لپاره د هېواد په کچه د اسلامی شریعت په چوکاټ کې یو عصری نصاب جوړولو لپاره کار روان دی.
هغه د پوهنتون استادانو څخه غوښتنه وکړه، چې په پوره اخلاص، صداقت او په اسلامی روحیه د هېواد بچیان وروزی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.