کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد او د کونړ ولایت په مرکز اسعد آباد او د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د هرات او د بادغیس وروستیو زلزلو له قربانیانو سره د مرستې را ټولولو په موخه خیمې درول شوې دی.
په جلال آباد کې د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست تر چتر لاندې د رضاکارو ځوانانو له لوری دغه خیمې د درې ورځو لپاره ودرول شوې، چې په کې به د هېواد په لوېدیځ هرات او بادغیس کې زلزله ځپلو لپاره مرستې راټولې شی.
دغه ولایت کې د ځوانانو چارو آمر ویلی، د دغو خېمو پرمټ به ننګرهار مېشتی ولسونه د خپلو ځپل شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړی.
همدا راز د کونړ ولایت په مرکز اسعد آباد ښار او د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې هم خلکو او حکومتی چارواکیو د هرات له زلزله ځپلیو سره د مرستې کمپونه ولګول چې دولتی کارکونکی او عام ولس هلته له زلزله ځپلیو سره خپلې مرستې د کمپونو مسوولینو ته سپاری تر څو د هرات ولس ته یې ورسوی.
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې ده چې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په ګڼو ښارونو او ولایتونو کې د هرات او بادغیس له زلزله ځپلیو سره د مرستې را ټولولو همدا شان خیمې ولګول شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ