ننګرهار کې د دوه معلوم الهویته سرتېرو جسدونه په لاوارثه توګه خښ شوی، چې د اکرامیې پیسې یې نادرکه دی
خبریال: ایمل ظاهر
هېواد کې د نښتو او جګړو د شدت له امله په ښکېلو لورو کې د مرګ – ژوبلې ګراف لوړ شوی دی. د دغه لوړ ګراف له امله هره ورځ له دواړو لوریو ډېری کسان یا خپل ژوند بایلی او یا هم د بدن بېلابېل غړی له لاسه ورکوی.
افغان حکومت د خپلو وژل شویو یا ټپی شویو سرتېرو لپاره یو اندازه پیسې ځانګړی کړی، څو د ژوند بایلونکی تکفین او د ټپی شوی سرتېری پرې د خپلې تداوۍ ترڅنګ د کورنۍ نفقه برابره کړی.
له همدې امله ځینې داسې پېښې شوی چې د دغو پیسو لپاره جګړو کې وژل شوی سرتیری په لاوارثه توګه دفن شوی دی.
ګهیځ په همدې اړه ځینې شواهد ترلاسه کړی چې ننګرهار کې د دوه معلوم الهویته سرتېرو جسدونه په لاوارثه توګه خښ شوی.
د ګهیځ یوې پټې سرچینې د هغه مکتوب کاپی ګهیځ ته په واک کې ورکړې چې د ۱۳۹۹کال د ۷ میاشتې په ۱۳ نېټه د ننګرهار عامې روغتیا ریاست له خوا په ۱۲۳ شمېره صادر شوی دی. په دغه مکتوب کې د ملی امنیت، امنیې قومندانۍ او جلال آباد ښاروالۍ څخه په لوګر ولایت کې د وژل شویو دوه داسې امنیتی سرتېرو جسدونه په لاوارثه توګه د ښخېدو غوښتنه شوې، چې ولایت، ولسوالۍ او ورثه یې معلومې وې.
دا دوه تنه سرتېری عنایت الله د محمد عمر زوی د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ او یو بل سرباز شمس د ګل آغا زوی د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی دی
د ننګرهار حوزوی روغتون مسؤولین وایی، دغه جسدونه د ۱۳۹۹ کال د ۶ میاشتی په ۲۷ نېټه ملی امنیت ته د منسوبو کارمندانو له خوا وروړل شوی دی، خو روغتون ته د جسدونو ورسپارلو پرمهال د امنیت د هغه کارمندانو په تړاو د ثبت او راجسټر په کتاب کې هېڅ معلومات نه دی ذکرشوی.
د حوزوی روغتون مشر ډاکټر شفیع الله عظیمی مو د هغو خلکو په اړه وپوښت، چې یاد جسدونه یې روغتون ته وروړی وو.
نوموړی یې ګهیځ ته په ځواب کې وویل:
((په یوه ټونس موټر کې دا دوه جسدونه مونږ ته راوړل شوی او نوکریوال ته یې سپارلی دی. مونږ د راجستر په کتاب کې د جسدونو د راوړونکو نومونه لیکلی. هغوی ځانونه د ملی امنیت کارمندان معرفی کړی وو، یوه تن یې خپله د ټیلېفون شمېره هم موږ ته پریښې وه، خو اوس هغه شمېره بنده ده او زنګ نه ورځی.))
بل لور د جلال اباد ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د عامی روغتیا ریاست لخوا همدا ورلېږل شوی مکتوب ناسم بللی او د وژل شویو سرتېرو له ښخولو څخه یې ډډه کړې وه.
د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیر حضرت علی آغا زیاته کړه:
((د ۱۳۹۹ کال د شپږمې میاشتې په ۲۷ نېټه موږ ته د روغتیا ریاست له خوا په ۱۲۳ نمبر صادر شوی مکتوب رالېږلی چې یوه کاپی یې امنیت، بله یې قومندانۍ او بله یې مونږ ته استول شوې ده. په دغه را استول شوی مکتوب کې یې له مونږ څخه غوښتی وو چې دا دوه د سرتېرو جسدونه په لا وارثه ډول ښخولو کې ورسره همکاری وکړو، خو موږ هېڅکله هم د داسې جسدونو په ښخولو کې همکاری نشو کولی؛ ځکه دا جسدونه معلوم نومونه لری، کورنۍ لری، ولایت او ولسوالۍ یې معلومی دی، نو دا زموږ د لایحې خلاف دی. دا عسکر دی او د نظام لپاره یې قربانی ورکړې. موږ یې هېڅکله هم په لا وارثه توګه نشو ښخولی. مونږ هغه جسدونه ښخوو، چې هېڅ ورثه یې معلومه نه وی.))
اما د دې برعکس د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نصیر احمد درانی چې له جلال اباد ښاروالۍ څخه یې معلوم الهویته جسدونه په لا وارثه توګه د ښخېدو غوښته کړې وایی، دا کار یې په قانونی ډول ترسره کړی دی.
درانی وایی:
((دغه جسدونه مو تر څو ورځو پورې په مرده خانه کې ساتلی وو، خو ورثه یې معلومه نشوه. په راډیو – ټلویزیون کې مو د دوی په اړه اعلانات وکړل، اما بیا هم د دوی ورثه معلومه نشوه. بیا ځلې مو ملی امنیت او امنیه قومندانی په جریان کې کړه، خو کوم مثبت څه مو ترلاسه نه کړل. بالآخره مجبور شو چې په لا وارثو کې یې ښخ کړو؛ ځکه بله لاره یې نه وه.اول وی او که اخر، دا جسدونه به په همدې ډول خښېدل.))
ګهیځ د عامې روغتیا له رئیس څخه د هغو اسنادو غوښتنه وکړه چې روغتیا ریاست د جسدونو د ورثه و پیدا کولو لپاره له رسنیو اعلانات خپاره کړی وی، خو نوموړی په دې اړه هېڅ اسناد په لاس کې نه لرل او نه هم له ملی ټلوېزیون څخه په دې اړه موږ ته معلومات راکړل شول.
اوس ګهیځ داسې اسنادو ته لاسرسی موندلی چې روغتیا ریاست له جلال اباد ښاروالۍ څخه په لا وارثه توګه د یادو سرتېرو ښخېدو لپاره ۱۲۳ نمبر صادر شوی مکتوب دوباره اېډېټ کړی او د سرتېرو نومونه، د پلار نوم، د ولایت او ولسوالۍ نومونه یې ترې حذف کړی او له لومړی مکتوب څخه څو ورځې وروسته یې په هم هغې پخوانۍ نېټې جلال اباد ښاروالۍ ته استولی، چې له مخې یې جلال اباد ښاروالۍ هم جسدونه په لا وارثه توګه ښخ کړی دی.
ګهیځ د خپل متواترو هڅو او څو میاشتو څېړنو وروسته بیا هم په دې ونه توانېده چې د دغو دوو جسدونو پورې تړلې کورنۍ پیدا او په دې تړاو ورسره خبرې وکړی؛ ځکه په دې مورد کې ګهیځ سره د معلوماتو له شریکولو څخه ډډه کېدله.
د نظامی چارو پوهانو په باور د معلوم الهویته جسدونو په لا وارثه توګه ښخول د سرتېرو او د دوی د کورنیو پر ذهنیت بد اغېز پرې باسی، چې له امله یې ممکن د حکومت نظامی صفوف په لویه پیمانه اغېزمن شی، خو دا چې دغه چاره د پیسو ترلاسه کولو په بدل کې ترسره کېږی، د چارو پوهان یې په اړه نظامی برخه کې پر جدی پلټنې او سپړنې تأکید کوی، څو راتلونکی کې سرتیری او د دوی کورنۍ د خپلو کورنیو د غړو له نامعلوم برخلیک څخه وېره ونه لری.
گهیځ