کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۹ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د سرمنشی ویاند سټېفان دوجاریک ویلی، چې هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ارزوونکې او روغتیایی ډلې په سیمه کې ځای پر ځای شوې دی.
دوجاریک زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو سازمان ډلو له زیانمنو سره نغدی، خوراکی او روغتیایی مرستې کړې دی.
له دې سره هم مهاله، د ترکیې، ایران، پاکستان، چین، جرمنی، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر، سره صلیب، سینګاپور او ځینو نورو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د هرات له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ په موخه د نغدو پیسو، خوراکی توکو، سرپناه او روغتیا په برخو کې مرستې کړی دی.
بل لور ته د افغان ښځو او بشری حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې، د بشری حقونو د څار بنسټ مرستیال او د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی، چې د هرات له زلزله ځپلو سره مرسته وکړی.
هېره دې نه وی چې نن سهار هم یو وار بیا زورورې زلزلې د هرات دوه کلی تخریب کړی، چې د لومړنیو شمېر تر اوسه د هرات حوزوی روغتون ته درې جسدونه او د ۶۰ په شاوخوا کې ټپیان ور وړل شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ