د قوش تېپې کانال دوهم فاز چارې رسماً پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قوش تېپې کانال دوهم فاز چارې نن رسماً د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په شتون سره د یو لړ مراسمو پرمهال پیل شوې.
په دغو مراسمو کې د ملی دفاع سرپرست وزیر ویلی، هغه لاسونه پرې کړی چې د دې پروژې په مخه کې خنډ واقع کړی.
نوموړی زیاته کړې، ګاونډیان باید اندېښنه ونه کړی او سرپرست حکومت به هېڅکله هم د آمو په سیند کې د ګاونډیانو پر حقوقو تجاوز ونه کړی.
د دفاع سرپرست وزیر دغه راز ویلی، موږ غواړو چې خپل حق ترلاسه کړو او په دې برخه کې باید څوک خنډ راته جوړ نه کړی.
په دې مراسمو کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلی، که څه هم د سرپرست حکومت اوسنۍ بودیجې د دا ډول سترو پروژو ترسره کولو اجازه نه ورکوله، خو د غښتلې ارادې په پایله کې دا پروژه روانه ده.
نوموړی زیاته کړې، چې د سرپرست حکومت له لوری سترې پروژې د هېواد په ځانګړی لوری پورې محدودې نه دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.