کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د شویو مرګونو زلزلو له امله تر خاورو لاندې د بند پاتې جسدونو د موندلو هڅې روانې دی.
وروسته تر هغې چې د شنبې ورځې زلزلې له امله ۱۲ کلی په بشپړ ډول ویجاړ، تر ۲ زرو څخه زیات کسان مړه او د یو نیم کسانو د ټپی کېدو ترڅنګ تر خاورو لاندې د ۵ سوه جسدونو د ورکېدو راپورونه خپاره شول، تېره ورځ بیا ځل دوه زورولو زلزلو د هرات دوه کلی په کُلی ډول ویجاړ کړل، چې په کې د یو شمېر کسانو د مړه کېدو ترڅنک د ۲ سوه نورو کسانو د ټپی کېدو خبرونه خپاره شول.
افغان حکومت وایی، تر ۱۵ سوو پورې بشپړ وران شوی کورونه به بیا ځل ورغوی.
نړیوالو بنسټونو هم د عاجلو بشری مرستو د رسولو ژمنې کړی.
ځایی سرچینې وایی چې د ودانیو ړنګېدو له امله تر شنه آسمان لاندې شپې – ورځې تېروی.
تېره ورځ دغه ولایت کې د ۳ سوه جسدونو یوځایی جنازه آدا او په ډله ییزه مقبره کې خاورو ته وسپارل شول.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ