په ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د امتیازاتو په ورکړه کې فساد ترسره کېږی

په ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د امتیازاتو په ورکړه کې فساد ترسره کېږی
راپور: ایمل ظاهر
په ننګرهار ولایت کې د شهیدانو کورنۍ د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو آمریت په فساد تورنوی او وایی، چې په وخت یې کارونه نه خلاصوی.
دوى وایی چې د حوالې د تأیید لپاره په میاشتو میاشتو د کار او ټولنیزو چارو ریاست دروازې شاته ولاړ وی، خو څوک یې غږ نه اوری.
یادې کورنۍ دا هم وایی چې میاشتې کېږی، چې د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د کارکوونکو لخوا په بېلابېلو بهانو غولول کېږی.
دوی یې د بېلګی په توګه د کلنیو معاشونو ورکړه او یا هم د شهېد د شهادت او د معلولینو د معلولیت د تثبت پروسې څخه یادونه کوی او وایی آن د ښکاره معلولیت او د داسې شهېدانو کارونه هم په میاشتو میاشتو ځنډېږی چې د شهادت لپاره د بېلا بېلو ادارو څخه تائید شوی شرعی وثیقې هم په لاس کې لری.
ښایسته خان چې د یوه معیوب پلار دی او د خوګیاڼو له ولسوالۍ نه یاد آمریت ته د خپل معلول زوی د مالی امتیازاتو د اخیستو په موخه راغلی وایی: ” خیبر مې یوولس کلن زوی دی، د طالب او داعش په جګړه کې لګېدلی، یو لاس یې قطع شوی، نن مې یوولسمه ورځ ده چې دلته راځم تر څو خپل معاش واخلو خو مامورین راته وایی نن د خوږیاڼو نمبر نه دی سبا راشه او سبا ته چې راشم بیا وایی بله ورځ راشه یوولس ورځې مسلسل راغلم خو زما کار نه کېږی دادی برېښنا یې تذکره هم لرم خو کار مې نه ترسره کېږی او هغه کسان چې د مامور لاس ته زور ورکړی او پیسې ورته پکې کېږدی، که نوبت یې زمانه وروسته راشی او کارونه یې خلاص شی.”
ګل رحمان چې اصلاً د میدان ښار اوسېدونکی دی او له تېرو شپېتو کالو راهیسې په جلال آباد کې هستوګن دی، د ملی اردو د یوه داسې سرتېری پلار دی چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د حکومت له مخالفو وسله والو سره په نښته کې وژل شوی دی.
نوموړی د ګهیځ خبریال ته هغه ټول اسناد یو په یو ور وښودل چې د پوځ په لیکو کې یې د زوی د وژ ل کېدو لپاره د دفاع وزارت، چارو ادارې او نورو اړوندو ادارو تائید کړی، خو ددې سره سره دی وایی چې یوه میاشت کېږی چې د دغه آمریت کار کوونکی یې په یوه او بله بهانه کارونه ځنډوی.
دی وایی: ” زوی مې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې شهېد شوی دی، د حقوقو پوهنځی یې په دوهم ټولګی کې پرېښوده او اردو ته لاړ، خو د وطن لپاره شهېد شو، اوس دادی ټول اسناد یې په لاس لرم خو دوی راته نن او سبا کوی او کار مې نه کوی، ځکه پیسو ته چل جوړوی چې پیسې ورنه کړې خبرې هم درسره نه کوی.”
امینه یوه معلوله مېرمن ده چې له بهسودو ولسوالۍ راغلې او غواړی د معلولیت د هغه کتابچې د اعتبار موده کړی چې د امتیازاتو د ورکړې لپاره ورته کلونه وړاندې د شهیدانو او معلولینو ریاست له خوا ورکړل شوې.
نوموړې هم د کارونو له ځنډه شکایت کوی او وایی: “دوه میاشتی مې وشوې چې دلته راځم، کله راته وایی کاغذونه دې ولایت ته یوسه، کله راته وایی شهری مدیریت ته یې یوسه، کله یوه او کله بله اداره راته ښایی. هېڅ نه پوهېږم دوی څه غواړی؟ که کار می نه کېږی او غیر قانونی وی، نو راته دې ووایی چې بېغمه شم، نور مې په ډېر راتګ هم پیسې ډېرې مصرف شوې او هم ستړې شوې یم..”
ځینی نور بیا د دې ادارې په کار کوونکو تور پورې کوی چې هر مامور یې د شهېدانو د ورثه وو، څو څو کتابچې جوړې کړی او د شهېدانو د حقیقی ورثه وو د کارونو د ځنډ لامل هم همدا چاره یادوی.
دوی وایی ځینې کسان د ادارې په داخل کې کمیشنکاری کوی او د هغو کسانو کارونه ورته تر نورو وړاندې ورته خلاصوی چې دوی ته کمیشن ورکوی.
دغه خلک وایی چې د یاد آمریت کارکونکی له مراجعینو څخه د هغوی د کار د خلاصولو په بدل کې له پنځه سوه نیولې تر دوه زره افغانیو د کمېشن په توګه اخلی.
عابد چې د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایی: “دلته دې مامورینو ځانونو ته پنځه پنځه او لس لس کتابچې جوړې کړی ټوله ستونزه همدې جوړه کړې ده، بل دلته ځینی ګوډان ګرځی په کمیشن خلکو ته کارونه خلاصوی چې پنځه سوه زر یا دوه زره افغانۍ ورکړې یوه ورځ کې دې کارونه خلاصوی.”
پر عامو خلکو سر بېره د ننګرهار ولایتی شورا هم پدې اداره کې د فساد شتون تائیدوی خو وایی دې اداره کې د فساد مخنیوی او ستونزو د حل لپاره د ولایتی ادارې، څارنوالۍ د شهېدانو او معلولینو آمریت او ملی امنیت ادارو یو ګډ کمیسیون جوړ شوی چې د ستونزو او فساد مخنوی لپاره یې هیلې پیدا شوې دی.”
د ولایتی شورا مرستیال حاجی محمد اجمل عمر پدې اړه وایی: “پدې اداره کې وړې او غټې ستونزې شته، مونږ فساد هم نه ردوو، خو دا د معاشونو د ورکړې او د معلولینو او شهېدانو د تثبیت پروسه چې ځنډنۍ شوې د رئیس جمهور د حکم له مخې شوې ده.”
د یادونی وړ ده چې څه موده وړاندې ولسمشر محمد اشرف غنی یو حکم صادر کړ چې د شهیدانو او معلولینو د امتیازاتو د صافې او رڼې پروسې لپاره باید د شهیدانو وارثین او معلولین بایومیتریک شی.
بل خوا په ننګرهار کې د شهېدانو او معلولینو آمریت چارواکی د شهېدانو او معلولینو په آمریت کې د فساد شتون په بشپړه توګه ردوی او وایی ټول فعالیتونه یې د ولایتی ادارې، ملی امنیت، او استیناف څارنوالۍ د غړو څخه د جوړ شوی کمیسیون له خوا څارل کېږی او ټول فعالیتونه یې په درست ډول پر مخ روان دی.
د ننګرهار شهیدانو او معلولینو چارو آمر علی محمد کاکړ وایی چې: “د شهېدانو ورثه و او معلولینو ته د امتیازاتو د ورکړې لپاره د محکمې، ولایتی ادارې، څارنوالۍ او ملی امنیت یو ګډ کمیسیون جوړ شوی د ولس مشر د حکم له مخې د دې لپاره چې تور او سپین سره بیل کړو او فساد له منځه یوسو نور پروسیجر هر څه هغوی سموی او مونږ فقط ورته اسناد ساتو او ورسره یې شریکوو.”
دی وایی دې برخه کې د اصلاحاتو راوستو لپاره خپله جمهور رئیس دا پروسه څاری او په ولایتونو کې یې آمریتونه په جدی توګه د فساد مخنیوی کوی.
د شهېدانو او معلولینو آمریت د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې په مجموعی توګه ۳۰ زره د شهېدانو ورثه او معلولین شته چې د ولسمشر د نوی فرمان له مخې یې د هویت د تثبیت لپاره د بایومیټریک چارې پیل شوې او تر اوسه یې یوازې شپږ زره تنه ترې بایومټریک شوې چې ۴۰۰۰ تنو ته یې د ۱۴۰۰ کال معاشونه هم ورکړل شوی او دوه زره نورو ته یې د وېش لړۍ دوام لری. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د روانې بد مرغې جګړې د دوام له امله هره ورځ د شهیدانو او معلولینو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.