کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۰ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې نن پنځمه ورځ ده، چې د غزې پر تړانګې د اسراییلی ځواکونو درنې بمبارۍ روانې دی.
د دغو بمباریو له امله تر اوسه رسمی سرچینو تر زرو پورې د فلسطینی وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
اوس اسراییلی ځواکونه غزې ته نږدې د یوه احتمالی ځمکنی برید لپاره چې نظامی قوماندانان یې ښایی امر وکړی، چمتووالی نیسی.
اسراییل غزې ته تللې ټولې لارې تړلې دی. له غزې، مصر ته د تګ – راتګ یوازینۍ لار، رفح، هم د اسراییلو په هوایی بریدونو کې زیانمنه شوې ده.
د رسنیو د خبر پر بنسټ، غزه کې د استوګنې ودانۍ، کارخونې، جوماتونه او یو اسلامی پوهنتون چې له حماس سره اړیکې لری، ټول نړول شوی دی.
فلسطینی رسنۍ وایی، غزه کې حالات په چټکۍ خرابیږی.
د دوی په خبره د غزې په تړانګه کې یوازنی برېښناکوټ د تېلو له کمېدو وروسته کار بند کړی دی. خواړه او اوبه کم دی، روغتونونه د درملو له کمښت سره مخ دی. په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازی نیوکه کړې، چې اسراییل لوږه د جګړې د یوه تکتیک په توګه کاروی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ