کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا د افغانستان لپاره د دې شورا د ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنېټ د ماموریت دوره د یو بل کال لپاره تمدید کړه.
د بشری حقونو د څار ادارې د ښځو د څانګې مشرې، هیدر بار پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې د افغانستان په اړه یو نوی پرېکړه لیک تصویب شو، چې په هغه کې د ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ د ماموریت تمدید هم شامل دی.
بل لور ته ریچارډ بنیټ هم په ټویټر پاڼه کې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا د دې پرېکړې ستاینه کړې ده.
په پرېکړه لیک کې له ریچارډ بېنېټ څخه غوښتل شوی، چې د بشری حقونو شورا په ۵۴ مه غونډه کې د هغه د وړاندې شوی راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د کاری ډلې او نورو اړوندو اشخاصو او بنسټونو سره په همغږۍ کې، د افغان ښځو او نجونو د بشری حقونو په هکله راپور چمتو او د بشری حقونو شورا ته یې وړاندې کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ