د ننګرهار په ګمرک کې قیمتی اجناس د کم قیمته جنسونو په بڼه مالیه کېږی

د ننګرهار په ګمرک کې قیمتی اجناس د کم قیمته جنسونو په بڼه مالیه کېږی
راپور: ذیشان ذهین
په ننګرهار کې یو شمېر پټو باوری سرچینو ګهیځ ته داسې ثبوتونه او اسناد په لاس ورکړی چې ښکاروی ددې ولایت په ګمرک کې د کمې ګمرکی مالیې د ورکړې په موخه د مالونو جنسونه د کاغذ پر مخ بدلون مومی او زیات قیمتی اجناس د کم قیمته اجناسو په نامه په کمه مالیه تېرېږی.
دغه تر لاسه شوی ثبوتونه او اسناد ښکاروی چې د ننګرهار د ګمرک یو شمېر مامورین له دغه ډول سرغړونکو سوداګرو سره د لاس په یو کولو سره، دغه ډول لوی فساد ته لمن وهی او پدې توګه د هېواد د عوایدو یوه زیاته برخه د فساد ښکار کېږی او ضایع کېږی.
په دغو اجناسو کې تر ډېره د وچې مېوې بېلابېل ډولونه، د مشروباتو بېلابېلې بڼې او د یو شمېر جامو ترڅنګ ځینې نور خوراکی او غیر خوراکی توکی شامل دی چې سوداګر یا د مالونو واردونکی یې د دې لپاره چې کمه مالیه ورکړی، د تشرېح مامورینو یا د صادرې او واردې د برخې مسوولینو سره تر همغږۍ وروسته، د جنسونو نومونه په خیالی ډول بدلوی او بیا د کمې بیې لرونکی جنس په نوم یې لږه مالیه دولت ته سپاری.
په همدې تړاو یو سوداګر چې د ده په خبره په خپله یې کراتو په ننګرهار ګمرک کې د کاغذ پرمخ د جنسونو نومونه تغییر کړی، د هویت پټ ساتلو په شرط ګهیځ ته ومنله چې دا خبره بیخی پر ځای ده چې ننګرهار ګمرک کې د مالیې کمولو په موخه د پیسو په بدل کې جنسونو ته په ناقانونه ډول تغییر ورکول کیږی.
دغه سوداګر چې نه غواړی نوم یې واخیستل شی وایی:” که رښتیا ووایم دا کړنه ما خپله هم ترسره کړې، د دې لپاره چې مال راته ارزانه تمام شی او هلته بیا بازار کې وشو کولی چې په کمه بیه یې عرضه کړو، دغه ډول زموږ نور سوداګر هم د همدې موخې لپاره ډېری وخت ورته کړنه ترسره کوی.”
دغه سوداګر زیاتوی چې په دغه کړنو کې ګران بیه توکی د ارزان بیه توکی پۀ نوم ګمرک کیږی؛ د بېلګې په ډول بادام د ممپلیو پۀ نوم، رېډبول، منېسټر او نور قیمتی مشروبات د پیپسی او نورو ارزان بیه مشروباتو پۀ نوم، تر ټولو ښۀ او اعلی ټوکر د کفن پۀ نوم، ارکنډېشن د جامو وینځلو ماشین پۀ نوم او مکس مال پۀ یو جنس محصول کوی. همدارنګه زنانه یی ټوکرې، کتان، نرمه او داسې نور د پراشوټ پۀ نوم محصول کیږی.
دغه سوداګر د خپلو افشاء ګریو په لړ کې زیاتوی چې: “ما ځینې سوداګر ملګری لیدلی چې قیمتی لپټاپ کمپیوټرونه یې د تلوېزیونونو په نوم او غوړی یې د خامو موادو پۀ نوم محصول کړی دی. پر دې سر بېره داسې د نوموړی په خبره داسې سوداګر هم شته چې امرود، ام او ځینې نورې قیمتی مېوې یې د کچالو او رومیانو پۀ نوم هم محصول کړی وو.”
دغه سوداګر وړاندې بیا وایی چې :” که موږ دا واړۀ موبایلونه د حساب د ماشین پۀ نوم ګمرک نۀ کړو، نرخونه یې مجبور یو چې پورته کړو، بیا دغه ارزان بیه موبایلونه خلک پدې نرخ چېرته اخیستلی شی؟ ”
تر دې اخوا ګهیځ ته په رسېدلې یوه وېډیو کې ښکاری چې له پلازمینې کابل څخه راغلی یو پلاوی، د ننګرهار ګمرک د صادرې او واردې امر طارق څخه لدې امله پوښتنې_ګروېګنې کوی، چې تر دې وړاندې یې په یاد ګمرک کې د جنسونو دغه ډول بدلول عملاً لیدلی دی، پدغه ویډیو کې د راغلی پلاوی یو غړی د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوی چې ددې ګمرک په کاغذونو کې بادام په ممپلیو په بدل شوی دی او په اړه یې د ننګرهار ګمرک د وارداتو او صادراتو آمر طارق خان نه پوښتنه کوی، خو طارق خان ورته وایې چې: ” نه! تر اوسه خو ماته پدې اړه معلومات او څه ندی راغلی!”
له کابل نه د ورغلی پلاوی دوهم کس چې کله د دغه ځواب په غبرګون کې پوښتی چې: ” دا مالونه ولی ستا پسې دفتر ته دننه راځی؟ ولې تاسې بهر ته د څار لپاره نه وزئ؟ خو د صادرې او واردې آمر یې پۀ ځواب کې وایی: ” داسې نده موږ خپله د تشریح مامورین لرو

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.