کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۲ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلی، چې ناقانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې ورکړل شوی وخت کې به هېڅ کوم سازش ونه شی.
د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټی زیاته کړې، دا پرېکړه یوازې د افغانانو نه، بلکې په پاکستان کې د ټولو ناقانونه کډوالو لپاره شوې ده.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په دغه هېواد کې ناقانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو له اسلام آباد غوښتی، چې د افغان کډوالو په اړه دې کړې پرېکړه بېرته واخلی.
د پاکستانی حکومت د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال اوسیږی، چې ۱.۷ میلیونه یې نا قانونه دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ