پاکستان حکومت د افغان کډوالو د کورونو نړول پیل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۲ مه نېټه):
د پاکستان حکومت د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو د نړولو کمپاین پیل کړی دی.
د پاکستان حکومت د څه دپاسه ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو د وېستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل له اعلان وروسته په یوه نوی اقدام کې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو ړنګول پیل کړی دی.
د پاکستان حکومت په پلازمېنه اسلام آباد او د دغه هېواد په نورو ښارونو کې د کورونو ړنګولو دې بهیر ته د ملکیتونو د غصب ضد عملیاتو نوم ورکړی دی.
په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میر احمد رووفی د دغو کورونو ویجاړول تایید کړی او ویلی یې دی، چې په دغه هېواد کې افغان کډوال له بد وضعیت سره مخ دی.
رووفی په دې قضیه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ په بې غورۍ تورن کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.