کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۳ مه نېټه):
ټاکل شوې چې نن د پنځوس اوریز نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان خپله درېیمه لوبه د انګلستان پر وړاندې ترسره کړی.
دغه لوبه د افغانستان په وخت ماسپښین یوه بجه د هند په پلازمېنه ډیلی کې پیلیږی.
افغانستان خپلې لومړنۍ دوه سیالۍ بنګلدیش او هندوستان ته په ډېر تفاوت بایللی او اوس د نمرو په جدول کې وروستی مقام لری.
انګلستان چې خپله لومړۍ لوبه یې نیوزیلینډ ته بایللې وه، په دوهمې سیالۍ کې بیا بنګلدېش ته نسبتاً لویه ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلی، چې لوبډلې یې تر لوبې یوه ورځ وړاندې هم د لا ښه چمتوالی په موخه تمرینات ترسره کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ