د خوړو نړیوال پروګرام وایی، ۱۵ میلیونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخ دی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولینو ویلی، چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه تنه د خوړو له ناامنۍ سره مخ دی.
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام رییسې شاوی لی ویلی، چې د بودیجې د کموالی له امله خپلې مرستې یې لس میلیون تنو ته کمې کړې دی.
د ده په خبره دمګړۍ یوازې له درې میلیونه تنو سره مرستې کوی.
شاوی لی زیاتوی، چې د بشری مرستې زیاتوالی او د کرنیزو محصولاتو ډېرېدل د افغانستان د اقتصادی ودې لاملونه دی.
د نوموړې په خبره پخوا یې په افغانستان کې له ۱۳ میلیونه تنو سره مرستې کولې، خو اوس فقد له درې مېلیون تنو سره مرسته کوی.
هغې دغه راز ویلی، چې افغانانو ته د کار د زمینې د برابرولو په برخه کې هم مرستې کوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.