خوست کې د جلغوزیو سوداګر حاصلاتو ته د بازار موندنې برخه کې ستونزو سره مخ دی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې خوست کې د جلغوزیو سوداګر او پلورونکی جلغوزیو ته د نړیوال بازار موندنې غوښتنه کوی.
د دوی په خبره حاصلاتو ته د بازار موندنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.
سوداګر له حکومتی مسوولینو غواړی، چې د چین ترڅنګ دې اروپایی هېوادونو ته هم د جلغوزیو صادراتو ته لار پیدا کړی.
د دوی په خبره هر کال د افغانستان زرګونه ټنه جلغوزی پاکستان ته په قاچاقی ډول وړل کیږی او له هغه ځایه نړیوال بازار ته د پاکستان په نوم صادریږی، چې په دې سره افغانی سوداګرو ته هر کال میلیونونه افغانۍ زیان اوړی. دوی زیاتوی، سږ کال د جلغوزیو حاصلات کم او کېفیت یې ښه دی او په وینا یې، د هوایی دهلېزونو له لارې چین ته وړل کیږی، خو تراوسه پلورل شوی نه دی.
د خوست د سوداګرۍ خونو مشر نواب امیرزی وایی، جلغوزی د افغانستان له مهمو صادراتو شمېرل کیږی نو د چین ترڅنګ په کار ده، چې د نړۍ نورو بازارونو ته هم صادر شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.