کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د آسیا پاسفېک د کډوالو د حقونو شبکې پر پاکستان نیوکه کړې، چې په زور او جبر یې د افغانانو د وېستلو او شړلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
د دغې ادارې په وینا افغانستان خپله بشری ناورین سره مخ دی، چې باید کډوال یې په زوره ور وانستول شی.
دې شبکې په یوه اعلامیه کې ویلی، چې د پاکستانی حکومت دې پرېکړې له دې امله اندېښمن دی.
د اعلامیې په وینا اوس افغانان او نور پناغوښتونکی په پاکستان کې د نیولو او زندانی کولو د ګواښ ترڅنګ له وېرې سره هم مخ شوی دی.
د پاکستان سرپرست حکومت د اکټوبر په پیل کې ۱،۷ میلیونه افغانانو ته چې د دوی له قوله هلته د اوسېدو لپاره قانونی سند نه لری، خبرداری ورکړی چې د دې میاشتې تر پایه له پاکستانه ووځی، کنه دوی به یې په جبری ډول وباسی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ