پر غزې د اسراییلی ځواکونو درنو بمباریو له امله نږدې ۳ زره ملکیان وژل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۵ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې پر غزې باندې د اسراییلی ځواکونو د بریدونو په دوام کې د وژل شویو فلسطینی وګړو شمېر ۲ زره ۸ سوه تنو ته رسېدلی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلی، چې په دغو بمباریو کې ۹ زره ۷ سوه تنه ټپیان شوی هم دی.
له لسو ورځو راهیسې دغه سیمه کې د اسراییلی ځواکونو درنه بمباری روانه ده، خو تر اوسه یې د مخنیوی هڅو پایله نه ده ورکړې.
نړیوالو آژانسونو د عربی هېوادونو د مشرانو له قوله لیکلی، چې په غزه کې روان وضعیت د اندیښنې وړ دی.
دوی د اسراییلی بریدونو پر مهال د ملکی وګړو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.
بل لور بیا سپینې ماڼۍ اسراییلو ته د جوبایډن د احتمالی سفر خبر هم ورکړی دی.
غزه کې د دغو درنو بمباریو له امله یو میلیون ډېرو وګړو خپلې سیمې پرېښی او مرسته کوونکو ادارو هلته بشری وضعیت نازک بللی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.