کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ملګری ملتونه ویلی، چې د افغانستان په لوېدیځ کې له ۱ لک ۱۴ زرو زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره څه باندې ۹۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.
دا وینا د یاد سازمان د بشری مرستو د همغږۍ دفتر په یوه اعلامیه کې ویلی دی.
د دوی په وینا د زیانمنو کسانو د لاسنیوی لپاره یې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې یو پلان ترتیب کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې ویلی، چې د هرات زلزله ځپلی بېړنیو موقتی سرپناوو، خوړو، نغدی مرستو، پاکو اوبو او حفظ الصحې ته اړتیا لری.
د اطلاعاتو له مخې د ژمی په راتلو سره د شویو زلزلو له امله اغېزمن خلک ګرمو جامو، کمپلو او د تودوخې وسایلو ته اړتیا لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ