د ننګرهار په اچین او سپین غر ولسوالیو کې د جوماتونو د جوړېدو پیسې غلا شوی دی

د ننګرهار په اچین او سپین غر ولسوالیو کې د جوماتونو د جوړېدو پیسې غلا شوی دی
راپور: امان الله زړور
پداسې حال کې چې د ننګرهار د حج اوقافو رئیس محمد داود مجاهد ددې ولایت د اچین او سپین غر ولسوالیو کې د ولسمشر د حکم پر اساس د ۱۴ نویو جوماتونو د جوړېدو خبره کوی،خو د یادو ولسوالیو اوسېدونکی او قومی مشران وایی، چې دوی نه پوهېږی چې دا جوماتونه چېرته جوړ شوی دی.
د ننګرهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس وایی چې د ولسمشر غنی د حکم په اساس یې د یاد ولایت د داعش ځپلو سیمو لپاره ۶۸ جوماتونه منظور شوی دی، چې له ډلې یې ۱۴ په اچین او سپین غر ولسوالیو کې جوړېږی او نږدې ۸۰ سلنه کارونه یې بشپړ شوی دی.
اما بل خوا د یادو ولسوالیو سپین ږیری او قومی مشران وایی چې حکومت دوی ته د ۱۳ جوماتونو د جوړېدو خبره کړې، خو په خبره یې لا تر اوسه دوی نه پوهېږی چې دغه جوماتونه چېرته جوړ شوی.
قومی مشران وایی، په یادو ولسوالیو کې د دولت لخوا د رغونې برخه کې د عملی چارو ترسره کېدو پرځای ګڼې داسې پروژې خیالی تطبیق شوې، چې پیسې یې اخېستل شوې، خو ځای ځایګی یې نشته او د ننګرهار والی ضیاءالحق امرخېل هم د قومی مشرانو دغه نېوکې پر ځای بولی.
د قومی مشرانو له ډلې ملک سیدحکیم حقیار په دې اړه داسې وایی:” په دواړو (سپین غر او اچین) ولسوالیو کې د دولت په چوکاټ کې دوی ته ۱۳ د داسې خیالی جوماتونو جوړېدو خبره شوې، چې پیسې یې اخیستل شوې او د جوماتونو څرک هم نه لیدل کېږی.”
قومی مشر سید حکیم، له ولایتی ادارې غوښتنه کوی چې په یادو ولسوالیو کې د خیالی جوړو شوو جوماتونو ترڅنګ د یو شمېر رغنیزو پروژو په بودیجه کې د شوی فساد پوښتنه او څېړنه وکړی.
د اچین ولسوالۍ یو اوسېدونکی روزی ګل شینواری هم دا وایی، چې په اچین او سپین غر ولسوالیو کې ۱۳ جوماتونه شتون لری، چې له ډلې یې ۹ جوماتونه د ولسونو په چندو او مرستو جوړ شوی او ترمیم شوی دی او یوازې ۴ نور د حج اوقافو ریاست له ادرسه جوړېږی.
دغه قومی مشر وایی چې : “د اچین او سپین غر مشرانو او ځوانانو د کره معلوماتو له مخې په اچین او سپین غر کې ټول ۱۳ مساجد په جوړېدو دی چې د هغې له ډلې ۹ مساجد ترمیم دی او دا هغه مساجد دی چې د سپین غر او اچین خلکو په چندو جوړ شوی وو، څلو نور مساجد چې د حج اوقافو په نقشه برابر دی، نوی جوړیږی.”
د اچین ولسوالۍ پېښې سیمې یو اوسېدونکی عزیزالله هم وایی چې د حج اوقافو رئیس له لوری سپین غر او اچین ولسوالیو کې د ده لوری د جوماتونو جوړولو ادعا بې بنسټه ده.
نوموړی وایی : “د حج اوقافو رئیس دلته د ۱۴ مساجدو د جوړولو دعوه کړې، چې دا بې بنیاده ده، دلته همدغه څلور مساجد جوړ شوی، د او هغه هم په حقیقت کې ترمیم شوی دی.”
خو بل اړخ ته په ننګرهار کې د ولسی تړون ملی پروګرام، د حج اوقافو ریاست او ځایی مسؤولین د کلیوالو او قومی مشرانو دا خبرې ردوی.
ننګرهار کې د حج اوقافو رئیس محمد داود مجاهد، په یادو ولسوالیو کې د قومی مشرانو لخوا د خیالی جوماتونو خبره ردوی او وایی، چې دا ډول څرګندونې یو شمېر خلک د شخصی اغراضو او د ادارو د بدنامولو په موخه ترسره کوی.
نوموړی زیاتوی چې:” همدا مهال په یادو ولسوالیو کې ۱۴ جوماتونو جوړېدو باندې کار روان دی، د ځینو چارې ترسره شوې او د ځینو کارونه د بودیجې نه شتون او ولسی ستونزو له امله ځنډنۍ او چارې یې په نیمه کې پاتې دی.”
د ننگرهار د حج او اوقافو رئیس وایی چې په سپین غر او اچین ولسوالیو کې د ۱۴ جوماتونو د جوړولو چارې اتیا سلنه بشپړې شوې دی.
بل اړخ ته په ننګرهار کې د ولسی تړون ملی پروګرام د ولایتی دفتر مسؤول اسماعیل ظریفی وایی، په اچین او سپین غر ولسوالیو کې هېڅ خیالی جومات شتون نه لری، د ټولو ادرسونه معلوم دی او د دوی تر چتر لاندې یې چارې روانې او د کارونو پرمختګ په اړه معلومات وخت په وخت د حج اوقافو ریاست مسؤولینو سره هم شریکیږی.
نوموړی زیاتوی چې: “ټول ادرسونه یې معلوم دی، کاری پرمختګ یې معلوم دی، مونږ. هر وخت ددې موضوع په اړه د حج اوقافو له رئیس صیب سره په همغږۍ جلسه نیولې ده.”
د سپین غر ولسوال محمد یاسین بابر بیا پدې اړه وایی چې د حج او اوقافو ریاست مسؤولینو ورته د ۱۴ وړو او غټو جوماتونو لیستونه سپارلی دی، چې د ځینو چارې بشپړې او په ځینو یې کار روان دی.
خو د ننګرهار والی ضیاءالحق امرخېل بیا پدې برخه کې د قومی مشرانو ادعاوې پرځای ګڼی او وایی، چې د ځینو پروژو په کیفیت کې ستونزې شته او په خبره یې، چې ډېر ژر به د قومی مشرانو لخوا د یادو خیالی جوماتونو ترڅنګ د روغتیایی پروژو په بودیجه کې د شوی فساد او غلا د سپیناوی څېړنې په موخه به ټیم وګماری او نتیجه به یې له ولسونو سره شریکه کړی.
امرخېل زیاتوی چې هېڅ ډول خیالی ښوونځی، جومات، پلچک او پروژې نه نظام ته د منلو وړ ده او نه هم ولسونو ته.
د ننګرهار د والی په وینا چې یوه یوه پروژه به چې ولسونه ورباندې انتقاد او اعتراض ولری بررسی کېږی او نتېجه به یې بېرته د اچین او همدارنګه د سپین غر ولسونو سره شریکیږی.
که څه هم ننګرهار کې د حج اوقافو رئیس محمد داود مجاهد او د ولسی تړون ملی پروګرام د ولایتی دفتر مسؤولین نه منی چې په یاد ولایت په سپین غر او اچین ولسوالیو کې دې کوم خیالی جومات جوړ شوی وی او د کاغذ پر مخ د هغې لیست له مخې ددې جوماتونو نومونه هم اخلی، خو یو هم دې ته ندی حاضر چې دا جوماتونه د ځمکې پر مخ چاته یو یو ورښکاره کړی.
هاخوا په یادو ولسوالیو کې هم قومی مشران او هم یو شمېر اوسېدونکی په زغرده وایی، چې مسؤولینو د جوماتونو د جوړېدو خبره کړې خو جوماتونه ندی جوړ شوی او که جوړ شوی هم دی، نو د ولس په خپلو پیسو چې د چندې په شکل ټولې شوې، جوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ننګرهار یو شمېر ولسونو د دولت په ځینو پروژو د فساد ادعا کړې، خو عام خلک وایی د سپیناوی لپاره یې ډېری وخت بېرته بیا مسؤولین پاتې راغلی او پایلې ورسره ندی شریکی شوی.
دا به هم وروسته ثابته شی، چې د اچین او سپین غر په ولسوالیو کې د خیالی جوماتونو په اړه ددې سیمې د قومی مشرانو دغه ادعا به د والی ضیاء الحق امرخېل د ژمنې له مخې کله په سمه توګه څېړل کېږی او پایلې به یې کله له ولسونو سره شریکی شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.