له هراته تر فلسطینه، ټول یو ویر او یو درد!

د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې که یوې خواته په کور د ننه مو هېواد وال د هېواد په جنوب لویدیځ کې د زلزلې د پرله پسې ټکانونو له وجې، پر انسانی مرګ ژوبلې سربېره د کور او سرپناه د ورانېدو او نشتوالی له غمېزې سره مخ دی او لا یې هم د هېواد والو او نړیوالو د خیر غوښتنې بشری مرستو ته سترګې نیولې، بل خوا مو د اسلامی امت او اسلامی نړۍ په بله برخه کې د ټولو مسلمانانو لومړۍ قبله او د نړۍ د ټولو مسلمانانو د وحدت او یو والی رمز (بیت المقدس) او ورسره د انبیاوو د هستوګنځی مظلوم فلسطین او پکې مېشت خوار ولسونه د یهودی یرغلګرو د تاریخ تر ټولو ستر ظلم او بربریت لاندې د مظلومیت شپې ورځې سبا کوی.
که څه هم د هرات او د افغانستان د جنوب لویدیځو څو ولایتونو خواره واره هېواد وال مو د زلزلې د وروستیو ټکانونو له امله د مرګ ژوبلې د کچې او یا د زلزلې د ورانیو له امله چې څومره زیانمن شوی دی، د هغې کچه ډېره لویه او پراخه ده او پر دې سربېره د زلزلې پرله پسې واړه او غټ ټکانونه چې له ویرې یې لا هم ویر ځپلی‎ خلک نشی کولای په خپلو هستوګنځایونو کې د آرام ساه واخلی او د منی د موسم سړې شپې پکې سبا کړی، په خپل ځای یوه لویه ستونزه او ستره غمېزه ده، خو بل اړخ ته که وګورو له دغه زلزله ځپلیو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مرستې او همدردۍ لاسونه را بډوهل شوی او نه یوازې په خپله افغانان چې نور نړیوال یې هم تر ډېره بریده د غمخوارۍ او غم شریکۍ په احساس سره، په مرسته بوخت دی.
د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د هرات او جنوب لویدیځ له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره کمپاینونه په لار اچول شوی او بېلابېلې خیریه ټولنې لګیا دی، یا د زلزلې په سیمه کې ځپل شویو خلکو ته لومړنۍ مرستې رسوی یا هم د هېواد په نورو ولایتونو کې زلزله ځپلیو ته مرستې را ټولوی.
اما د دې تر څنګ او هم مهاله د افغانستان او ټولې اسلامی نړۍ هغه لویه غمېزه ده چې په اشغال شوی فلسطین کې هره ورځ په سل هاوو تنه مظلوم نارینه، ښځې او آن ماشومان د امریکایی او لویدیځ استعمار تر مستقیمې سرپرستۍ لاندې د اسراییلی یرغلګرو له خوا په بې رحمانه ډول وژل کېږی او د جګړې په اور ستی کېږی، داسې چې ګرده مظلومه اسلامی نړۍ یې ورسره په درد او رنځ اخته کړې ده.
د الهی انبیاوو سیمه فلسطین، د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس او د یرغلګرو او نیواک ګرو په لاس د عربو نورې اشغال شوې سیمې نن د لویدیځو استعمارګرو تر مستقیمې سرپرستۍ لاندې د یهودی تاړاک او وحشت تر ټولو بد او وحشتناک پړاو څخه تېرېږی او هلته د یهودی اشغالګرو له خوا د ظلم او بربریت هغه نمونې آزمویل کېږی چې ساری یې شاید په تاریخ کې کم و نه موندل شی. پداسې حال کې چې دغه مظلومو او در په دره مسلمانانو ته نه د چا د مرستې لاس رسېږی او نه څوک شته چې د هغوی د خوار او پرهر پرهر بدن پر زخمونو د مرهم پټۍ کېږدی.
د اسراییلو او امریکا د یرغلګرۍ او مسلمان وژنې اوږده تاریخ ته په کتو سره دا هم ثابته ده چې دا یوازې امریکا هم نده چې د دوی هر اړخیز ملاتړ کوی او تر شا یې ټینګ ولاړ دی، بلکې د شیطانی نړۍ اکثر لوی او واړه هېوادونه، انګلستان، جرمنی او داسې نور هم دی چې د دوی د دغه وحشی ګرۍ او یرغلګرۍ ملاتړ کوی.
که څه هم دا ځل د یرغلګرو یهودیانو او مظلومو فلسطینیانو په جګړه کې فلسطینی ولس او د آزادۍ او انسانی کرامت د لارې زړورو مبارزینو هم د خپلې مټې زور تر یوه بریده اشغالګرو ته ور وښود او د یرغل په تاریخ کې یې یو ځل بیا ثابته کړه چې تش لاسی مبارزین او یوازې په اسلامی عقیده او د خپلې خاورې د آزادولو په اراده را پاڅېدلی مبارزین هم چې کله اراده وکړی، د تاریخ حماسه زېږولای شی، اما له یرغلګرو سره د نړۍ د ټولو کفری هېوادونو هر اړخیز ملاتړ هم هغه تریخ حقیقت دی چې باید هېر نشی.
دې ټولو ته په کتو او دې ټکی ته په پاملرنې سره چې خوار فلسطینی ولس نه یوازې د اسراییلو، بلکې د ټول لویدیځ کفری بلاک په وړاندې او په تش لاس د اسلامی امت د آزادۍ، عزت او سرلوړۍ جګړه پر مخ بیایی، لازمه ده چې د نړۍ مسلمان ولسونه د هغوی سره د مرستې په هر میدان کې د خپل توان تر حده ورسره ودرېږی او ملاتړ یې وکړی. هغه څه چې په تأسف سره تر اوسه یې بېلګه ډېره کمه لیدل شوی او همدا لامل دی چې د فلسطین د مظلوم ولس غږ د هغوی په ستونی کې ورته وچ کړای شوی دی او یرغلګر هم ورځ تر بلې د هغوی په وژلو کې ګړندی ګامونه اخلی.والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.