جاپان د هرات له زلزله ځپلو سره ۴.۴۶ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د جاپان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې هېواد به یې د افغانستان په لویدیځ کې له زلزله ځپلو سره ۴.۴۶ میلیون ډالره مرسته وکړی.
د دې پیسو درې میلیونه ډالره به د نړیوالو موسسو له لارې ولګول شی او نور ۱.۴۶ میلیونه ډالره به د جاپانی غیر دولتی موسسو لخوا لګول کیږی.
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې دغه مرستې به د خوراکی توکو او روغتیا په برخو کې وی.
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په خبره، جاپان حکومت به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وی او په افغانستان کې به د بشری وضعیت د ښه والی لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.