معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د فلسطین په ملاتړ یو ټویټ ته د لایک په ورکولو BBC د شپږو کارمندانو دندې ځنډولي

د فلسطین په ملاتړ یو ټویټ ته د لایک په ورکولو BBC د شپږو کارمندانو دندې ځنډولي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۶ مه نېټه):
د مهرداد فرهمند په نوم د بي بي سي عربي څانګې یوې کارکوونکې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې بي بي سي د فلسطین د ملاتړ په تور د خپلو شپږو کارمندانو دندې ځنډولي دي.
د ده په خبره دغو کارکوونکو د فلسطین په حمایت شوي ټویټونو ته فقد یو لایک ورکړی و.
نوموړې ویلي، یادو کارکوونکو له درې کلونو څخه نیولې تر نږدې لس کلونو پورې په بي بي سي عربي څانګې کې دندې ترسره کړې وې.
د روانو چارو څارونکو پر نړیوالو څارونکو او رسنیو نیوکو ته زور ورکړی، چې د غزې پر ظلمونو یې ځانونه غلي کړي دي.
د فلسطین پر غزې د اسراییلي ځواکونو درنې بمبارۍ تر اوسه زرګونه کسانو ته مرګ – ژوبله اړولې او بې سارې ودانۍ یې د بمباردونو له امله نړېدلي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس