افغان سوداګر وایی، پاکستان د افغانستان تشو لاریو ته د ننوتو اجازه نه ورکوی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ننګرهار کې یو شمېر سوداګر او موټر چلوونکی وایی، تورخم ښارګوټی کې تشو لاریو ته د پاکستان لخوا د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږی، خو د پاکستان لخوا هره ورځ له ۳ سوو زیاتې لارۍ افغان لوری ته راځی.
د سوداګرو په خبره، د ورځې د هرې تشې لارۍ په سر پر دوی له ۱۸۰ نیولې تر ۳۲۰ ډالرو پورې کرایه راځی، چې دوی یې د ورکړې توان نه لری.
په ورته مهال موټر چلوونکی وایی، پر سوداګرو سربېره دوی هم هره ورځ زرګونه افغانۍ لګښتونه ورکوی او د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې ګڼ زیانونه لیدلی دی.
بلخوا د ننګرهار ولایتی مسوولین وایی، تورخم ښارګوټی کې تر ډېره د افغان سوداګرو ستونزه حل شوې او د پاتې ستونزو د حل لپاره یې هم هلې – ځلې روانې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.