کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ویلی، افغانستان په اقلیمی بدلونونو کې تر ټولو لږه ونډه لری، خو تر ټولو زیات ګواښ سره مخامخ دی.
یوناما د اقلیم د اونۍ په مناسبت په یوه بیان کې ویلی، چې افغانستان اوس مهال د اوبو او هوا د ناڅاپی بدلون، په تېره د سېلابونو، وچکالۍ او د شګو د توپان او لړې له جدی ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
یوناما زیاتوی، اوسمهال افغانستان د هغو اتو ډېرو زیانګالو هېوادونو له ډلې دی، چې د اقلیمی بدلون د اغېزو پر وړاندې تر ټولو لږ چمتوالی لری.
یوناما ټینګار کوی، چې د تېرو ۴ لسیزو وچکالۍ، د ټولنیز او اقتصادی وضعیت ترینګلتیا، د بې ځایه شویو کورنیو شمېر ډېرېدو او د اقلیمی بدلون د زیانونو له امله په افغانستان کې بشری بحران زیات شوی.
د یوناما د بیان له مخې د دې بحران تر ټولو زیات تاوان کلیوالو خلکو په تېره ښځو او ماشومانو ته رسیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ