د پاکستان زور – زیاتی له امله تر اوسه ۵۲ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې پاکستانی چارواکو ویلی، وروسته تر هغه چې پاکستان کې مېشتو افغان او نورو ناقانونه کډوالو ته د وتلو لپاره مهلت ورکړل شو، زرګونه افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوی دی.
چاروکی وایی چې تر پرون ورځې ۵۲ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوی او ګڼ شمېر نورو یې په کراچۍ او نورو ښارونو کې کډې بار کړی او د سرحد په لور روان دی.
د پاکستان دولتی ټلوېزیون په یو راپور کې ویلی، چې یوازې د پنجشنبې په ورځ څه باندې ۳ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شول.
په پاکستان کې دننه ځینو ادارو، ملګرو ملتونو او یو شمېر بهرنیو هېوادونو له پاکستان څخه غوښتی، چې افغان کډوال دې په زوره نه وباسی، خو پاکستانی چارواکی وایی، د خپلې شوې پرېکړې عملی کېدا کې جدی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.