د لویو پروژو عملی کېدو سره به د سیمې هېوادونو سره تعامل زیات شی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خصوصی سکټور غړو ویلی، که چېرې د هغو سیمه ییزو اقتصادی پروژو عملی کېدو بهیر پیل شی، چې دا یوه لسیزه یې هېوادوال په تمه دی، له دې سره به د هېواد په اقتصادی ثبات باندې ژور او مثبت تاثیرات رامنځته شی.
د خصوصی سکټور غړو زیاته کړې، چې د ټاپی، کاسا زر، افغان ټرانس، ټاپ او دې ته ورته نورې پروژې هم شته چې په عملی کېدو سره به یې د افغانستان اقتصادی، امنیتی او سیاسی اړیکې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره لا نورې ټینګی شی.
بل لور ته سرپرست حکومت د لویو پروژو د عملی کېدو لپاره خپل تیاری ښودلی.
د خصوصی سکټور غړی په داسې حال کې د لویو سیمه ییزو پروژو د عملی کېدو غوښتنه وی، چې د سرپرست حکومت مسوولینو ویلی، افغان لوری د ټاپی پروژې د عملی کولو لپاره پوره چمتوالی لری او که د پروژې نور شریکان وغواړی، دوی کولی شی، د دې پروژې عملی بهیر پیل کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.