کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار مرکز جلال آباد چې نسبتاً وړوکی ښار دی، د ژمی موسم په رارسېدو سره په کې ترافیکی ګڼه – ګوڼه زیاتیږی.
دغه ولایت کې د ترافیکو د ټولی قوماندان ویلی، د ژمی موسم په را رسېدو سره جلال آباد ښار کې د ترافیکی ګڼې – ګوڼې کمېدو لپاره په ځینو تدابیرو باندې کار شوی دی.
نوموړی ویلی، چې د ګڼې – ګوڼې او رش مخنیوی لپاره یې دا ځل بشپړ چمتوالی نیولی دی.
بل لور بیا د جلال آباد ښار د اصنافو او کسبګرو د اتحادیې رییس هم یادونه کوی، چې د اصنافو او کسبګرو اتحادیه د ښاری نظم او خلکو ته د خدمت په موخه خپلې روانې چارې لا نورې منظمې او ګړندۍ کړی دی.
په ورته مهال د ننګرهار ولایت اوسېدونکی هم له ترافیکو مدیریت څخه په ښار کې د ترافیکی ګنې – ګونې مخنوی لپاره د لا ډېر کار غوښتنه کوی.
دغه ولایت کې د ترافیکو مدیریت په داسې مهال د ګڼې – ګوڼی مخنیوی لپاره د نویو تدابیرو یادونه کوی، چې جلال آباد ښار ته د ژمی په را رسېدو سره د سړو سیمو ډېری اوسېدونکی د ژمی موسم تېرولو په موخه را کډه کیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ