کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې پاکستانۍ رسنیو ویلی، د سختو مالی ستونزو له امله د دغه هېواد هوایی شرکت (PIA) خپلې الوتنې په بشپړ ډول ودرولې دی.
د راپورونو له مخې د تېلو نه ترلاسه کېدو له امله نن هم ۵۰ الوتکې له الوته پاتې شوې دی.
پاکستانی رسنیو ویلی، د پټرولو دولتی کمپنۍ د پېسو نه ترلاسه کېدو له امله (PIA) ته د تېلو ورکړې څخه انکار کړی، چې له همدې امله د هېواد په بېلابېلو هوایی ډګرونو کې الوتکې له الوتنو پاتې شوې دی.
د پاکستان هوایی شرکت لا په رسمی توګه د (PIA) الوتکو د الوتنو د درېدو په اړه څه نه دی ویلی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ