کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم لونړۍ نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې په پاکستان کې ځینېو افغان کډوالو ویلی، چې پاکستانی پوځیانو کور په کور د افغان کډوالو تلاشی پیل کړې ده.
د رسنیو د راپور پر بنسټ، پولیس د شپې د کډوالو کورونو ته اوړی او زندان ته یې بیایی.
پاکستان پرېکړه کړې چې د اکتوبر تر وروستۍ نېټې بې قانونه کډوال له خپل هېواد وباسی.
افغان کډوال وایی، پولیس نیمه شپه له خبرداری پرته د کډوالو کورونو ته ننوځی او د کور په تلاشۍ سره غواړی چې دا کډوال وپېژنی.
افغان کډوال وایی، د اسلام آباد نوی سیاست دوی ته ژوند سخت کړی دی.
له دې سره هم مهاله، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د سرپرست حکومت کونسل عبدالجبار تخاری هم ویلی، چې دغه هېواده د افغان کډوالو د وېستلو په اړه د پاکستان له وروستۍ پرېکړې وروسته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ځورونه ډېره شوې ده.
نوموړی دغه راز زیاتوی، چې دا مهال تر زرو ډېر افغان کډوال، چې قانونی اسناد لری، خو بیا هم د پاکستان په زندانونو کې بندیان دی.
د سرپرست حکومت ترڅنګ ګڼو نړیوالو بنسټونو د پاکستان دغه چاره غندلې او د یادې پروسې د درولو غوښتنه یې ترې کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ