کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم لونړۍ نېټه):
ګهیځ نیوز د یو شمېر سرچینو له قوله خبر ترلاسه کړی، چې افغان لوری د هرات زلزله ځپلو لپاره د ایران او پاکستان کېدونکې مرستې رد کړی دی.
دغو سرچینو د هویت پټ ساتلو په شرط ګهیځ نیوز ته ویلی، چې افغان لوری د پاکستان او ایران مرستې د یو شمېر نورو مسایلو ترڅنګ دغو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د روان زور – زیاتی او ځورېدا په غبرګون کې کړی دی.
رسمی سرچینو تر اوسه د دغې خبر د تایید په اړه رسماً څه نه دی ویلی.
ګهیځ نیوز هڅه وکړه، چې په دې اړه د رسمی سرچینو نظر هم ترلاسه کړی، خو تر اوسه یې په ترلاسه کولو نه دی توانېدلی.
دې وروستیو کې پاکستان او ایران پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې، چې له امله یې دغه هېوادونو کې د افغان کډوالو ژوند تریخ شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ