قطر له افغانستان سره د ۷۸ زره ډالرو په ارزښت د ژمنیو توکو مرسته کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخ قطر کې د افغانی سرې میاشتې رییس او د قطر د سرې میاشتې د نړیوالو پروګرامونو او پروژو د مسوول ډاکتر احمد صلاح ترمنځ د “تود ژمی” په نوم هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک له مخې د قطر سره میاشت افغانستان لپاره د ۷۸ زره او ۴۲۲ امریکایی ډالرو په ارزښت د ژمی لپاره اړین توکی پیری او یاد توکی له بېوزلو وګړو سره د مرستې په توګه افغانستان ته رالیږی.
هېواد کې د بې وزلیو ډېرښت او وروستی ناورینونو د رامنځته کېدو له امله د ډېری وګړو ژوند له ستونزو سره مخ شوی، چې د ژمی په رارسېدو سره یې په لوی اکثریت وګړی لومړنیو بشری مرستو ته شدیده اړتیا لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.