د یونسېف لخوا هرات زلزله ځپلو لپاره ۸۰ ټنه طبی مرسته کابل ته ورسېده

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق یا یونسېف ویلی، چې کابل ته د طبی توکو څه باندې ۸۰ ټنه بار درمل، جراحی وسایل او نور توکی راورسېدل.
د دغې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دغه درمل او طبی توکی به هرات ته ولېږدول شی او د وروستیو زلزلو له امله له زیانمنو شویو ماشومانو، امیندوارو مېرمنو او کورنیو ته به پرې رسیدګی وشی.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلی، چې یاد طبی وسایل د اسیا پراختیایی بانک په ملاتړ تر لاسه شوی او دا به د نږدې ۴۳ زره کورنیو لپاره د بېړنیو مرستو یوه برخه وی.
په خبرپاڼه کې راغلی، چې په دغو مرستو کې د خوارځواکو او په نس ناستې اخته ماشومانو لپاره هم درمل شامل دی.
د یونېسف په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د ژمی په رارسېدو سره به نږدې ۳۰۰ خېمې هم انتقال کړی او له دغو خېمو به د ښوونځیو، روغتیایی کلینکونو او د مرستو د وېش په مرکزونو کې استفاده وشی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.