د ننګرهار سره رود کې د بټیو لوګی د ځایی خلکو د ناروغیو لامل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې ځایی اوسېدونکی وایی، بټۍ والا له ربړونو او نورو ناسمو سون توکو استفاده کوی، چې لوګی یې ډېر او زیان رسوونکی وی.
د دوی په خبره د همدې لوګیو له امله ډېری کسان په مختلیفو تنفسی نارغیو اخته شوی دی.
ځایی خلک له مسوولینو غوښتنه کوی، چې دغو بټیو کې د ربړونو او نورو مضرو لوګی لرونکو توکو پر سوځولو بندیز ولګوی.
روغتیا پالان وایی، که د مضره لوګیو لرونکو توکو له سوځېدا مخنیوی ونشی، پر ټولنه به یې ناوړه اغېزې ډېرې او د ناروغیو کچه به لوړه کړی.
د ننګرهار د چاپېربال ساتنې ریس فېروز محمدزی بیا وایی، د بټیو هغه مالکین یې د مضره سون توکو پر سوځولو څو وار جریمه کړی او بټۍ یې هم ور بندې کړی، چې په خبره یې دا لړۍ به نوره هم چټکه کړی.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې اوس مهال تر ۴۰ پورې د پخو خښتو بټۍ فعالیت کوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.