پکتیکا کې زلزله ځپلو ته ۱۰۵ کورونه جوړ شول

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې پکتیکا کې د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د کنسرن موسسې په مالی ملاتړ زلزله ځپلو ته ۱۰۵ کورونه جوړ شول.
د پکتیکا ولایت د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ویلی، چې دا کورونه د یاد ریاست تر چتر لاندې د کنسرن مؤسسی په مالی ملاتړ د ۳ لکه ۱۲ زره امریکایی ډالرو په لګښت زلزله ځپلو لپاره جوړ شول.
د ده په وینا هر کور دوه د استوکنې خونې، یو دهلیز او یو تشناب لرونکی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.