کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوی د دفتر مسوول نیل ټرنر له پاکستانه د افغان کډوالو د وېستلو پر پرېکړه نیوکه کړې، پاکستان د غیر قانونی کډوالو د وېستلو لپاره ځانګړی مرکزونه جوړوی.
پاکستانی چارواکی وایی، حکومت یې پلان لری چې د غیر قانونی کډوالو د نیولو او بېرته خپلو هېوادونو ته د استولو لپاره ځانګړی مرکزونه جوړ کړی.
حکومتی سرچینو ویلی، چې په پلان کې ده ګڼ شمېر مرکزونه د پنجاب، سېند، بلوچستان او خېبر پښتونخوا په ولایتونو کې جوړ شی.
دې سرچینو رسنیو ته ویلی، هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانونی اسناد نه لری، که د پنجاب او سېند په ولایتونو کې ونیول شی، د راولپنډۍ او کراچۍ په ښارونو کې جوړو شویو مرکزونو ته به یوړل شی، څو له همدې ځایونو څخه افغانستان ته واستول شی.
د دې نوی پلان له مخې د ولسوالیو چارواکو، پولیسو، څارنوالانو او د زندان مسوولینو ته واک ورکول کیږی چې غیر قانونی افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته همدې مرکزونو ته یوسی او بیا یې افغانستان ته واستوی.
په همدې حال کې د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند پرون یو ځل بیا له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانانو سره انسانی رویه وکړی او د دې افغان کډوالو د ایستلو ځنډېدل یې غوښتی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ