برېټانیا د خپلو ځواکونو لخوا د افغان وګړو د وژلو ادعا څېړی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
د برېټانوی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز ویلی، چې په افغانستان کې د برېټانوی سرتېرو له خوا د ملکی وګړو د وژنو د ادعاوو په اړه د څېړنو بشپړ ملاتړ کوی.
امیرالبحر ټونی رادکین چې پرون یې د دې قضیې په تړاو موظفې کمېټې د ځواب ویلو لپاره راغوښتی و، په یوه بیان کې ویلی چې دی او د دفاع وزارت مشرتابه د دې څېړنو ملاتړ کوی.
د برېټانیا د دفاع وزارت له خوا ګمارل شوې کمېټه هغه ادعاوې څېړی چې وایی، د برېټانیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ لسګونه بې ګناه ملکی افغانان چې ماشومان هم په کې وو، وژلی دی.
په داسې حال کې چې هغوی دې سرتېرو ته هېڅ راز امنیتی ګواښ نه وو پېښ کړی. په دې ادعاوو کې د هلمند ولایت په نادعلی ولسوالۍ کې د هغې کورنۍ د نهو غړو وژنه هم شامله ده، چې ویده وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.