کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د بشری حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ له پاکستانه د افغانانو د وېستلو پر پلان اندېښنه ښودلې.
بنېټ پرون د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلې ته د وینا پر مهال زیاته کړې، چې له ګڼو دغو افغانانو سره یې له نږدې خبرې کړی، چې د ځورونو، ناقانونه نیونو او زور زیاتی څخه شکایتونه لری.
هغه زیاته کړې چې د پاکستان د تازه پلان په اساس ښایی تر یو میلیون او څلور لکه افغانان له دغه هېواده وایستل شی، چې په ډله کې یې ګڼ خلک د ځان د خوندیتوب لپاره افغانستان پرېښی وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ