ننګرهار کې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت نیول شوی قیمتی مرغه آزادې فضاء ته خوشې شو

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په ننګرهار کې د الوتکو د قاچاق مخنیوی کمېسیون یو قیمتی قاچاق کېدونکی مرغه آزادې فضا کې خوشې کړ.
د خبر پر بنسټ نیول شوی مرغه (باز) څو ورځې وړاندې په تورخم کې د استخباراتو ریاست مسوولینو له لوری نیول شوی و، چې نن د جلال آباد بحراباد دښته کې د رسنیو په شتون کې آزادې فضاء ته خوشې کړل شو.
د چاپېریال ساتنې ریاست مشر د دغه قاچاق مخنیوی په برخه له ټولو امنیتی ارګانونو مننه وکړه او د دغه ډول دوامدارې همکارۍ غوښتونکی شو.
د مسوولینو په وینا د نیول شوی مرغه قیمت شاوخوا ۲ میلیونه افغانۍ دی، چې په قاچاقی ډول پاکستان ته وړل کېده.
په تېرو دوو کلونو کې شپږ داسې قیمتی مرغان چې له هېواده قاچاق کېده، له قاچاق کېدو وړاندې د امنیتی مسوولینو له لوری نیول شوی او آزادې فضاء ته خوشې کړل شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.