تېرو ۳۷ ورځو کې ۱۲ زره کډوالې کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېرو ۳۷ ورځو کې د تورخم پر کرښې نږدې ۱۲ زره کډوالې کورنۍ چې له ۷۰ زرو ډېر افراد کیږی، هېواد ته راستانه شوی دی.
تورخم ښارګوټی کې د کډوالو د ثبت مدیریت وایی، ټول را ستانه شوی کډوال یې د مرستو په موخه اړوندو موسسو ته ورپېژندلی دی.
په ورته مهال د ننګرهار کډوالو چارو ریاست وایی، هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کورنیو لپاره بشپړ چمتوالی لری.
د دوی په خبره، هېواد ته راتلونکو کورنیو لپاره یې دغه ولایت کې ټول ممکنه امکانات برابر کړی او په خبره یې هڅه کوی، چې راتلونکو ستنېدونکو افغانانو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړی.
بل لور بیا هېواد ته راستانه شوی افغانان د پاکستانی حکومت له بد چلند او ځورولو شکایت کوی.
وروسته له هغې چې پاکستانی حکومت افغان کډوالو ته د روانې اکتوبر میاشتې وروستۍ نېټه له پاکستانه د وتلو ضرب الاجل وټاکه، هلته مېشت افغانان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.