افغان کډوالو لپاره اروپایی ټولنې ۱۵ میلیونه یورو ځانګړی کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د مرکزی آسیا لپاره د اروپایی ټولنې د پراختیایی مرستو له مشرې (سارا او) سره کتلی دی.
د راپور پر بنسټ، په دې کتنه کې اغلې سارا ویلی، چې اروپایی ټولنې د هرات د زلزله ځپلو لپاره ۴.۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې او د راستنېدونکو لپاره یې هم د کډوالو له نړیوال سازمان سره د ۱۵ میلیونو یورو هوکړه لیک لاسلیک کړی.
هغې ډاډ ورکړی چې د راستنېدونکو لپاره چمتوالی لری او افغانان به هېڅکله یواځې پرېنږدی.
دوی دغه مرستې په داسې مهال ځانګړې کوی چې په تېرو ۳۷ ورځو کې یوازې د تورخم له لارې ۱۲ زرو څخه ډېرې کډوالئ کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.