کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت مرکزی ویاند د ملګرو ملتونو د نړیوالې ورځې په درشل کې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو له سازمانه غوښتی، چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته وسپاری.
نوموړی زیاته کړې، چې سرپرست حکومت ته د دغه څوکۍ نه سپارل به د افغانستان د خلکو په حق کې جفا وی.
د اوسنی حکومت له بیا واک ته رسېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازی څوکۍ له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوې ده.
که څه هم نصیر احمد فایق د دې څوکۍ د سرپرست په توګه کار کوی، خو سرپرست حکومت وایی، دا څوکۍ باید اوسنی حکومت ته وسپارل شی.
ملګرو ملتونو لا تر اوسه اوسنی حکومت ته د یادې څوکۍ د سپارلو په تړاو څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ