کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۶ مه نېټه):
بی بی سی د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی مرستیال له قوله خبر ورکړی، چې سرپرست افغان حکومت رسماً ابوظبۍ کې د افغان سفارت سرپرستی ترلاسه کړه.
ستانکزی د دې ادارې ډیپلوماتانو او پخوانیو کارکوونکو ته د کار دوام په اړه ډاډ ورکړی دی.
د یادې رسنۍ د راپور له مخې بدرالدین حقانی چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ابوظبۍ کې د افغان سفارت سرپرست ټاکل شوی و، په رسمی توګه یې خپل کار پیل کړ.
نوموړی د سفارت کارمندانو ته ویلی، چې په متحده عربی اماراتو کې به د افغانانو د ستونزو هواری لپاره په ګډه کار کوی.
له دې مخکې ایران، پاکستان او چین کې هم د افغان سفارتونو چارې د اوسنی حکومت استازو ته سپارل شوې دی، خو تر اوسه هېڅ هېواد اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-
گهیځ