کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۶ مه نېټه):
په داسې حال کې چې غزه کې د اسراییلی پوځ لخوا هوایی او ځمکنیو عملیاتو زور اخیستی، د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ په دغه سیمه کې د سملاسی اوربند غوښتنه کړې.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په غزه کې مخابراتی خدمات بند شوی او له محاصره شویو خلکو سره ټېلفونی اړیکې پرې شوی دی.
په غزه کې د اسراییلی ځواکونو د عملیاتو د پراخېدو له اعلان سره سم، حماس هم ویلی، چمتو دی چې په بشپړ ځواک اسراییلی بریدونه په شا وتمبوی، خو په خبره یې چې اسراییلیان خپلو بریدونو کې ولسی ځایونه او وګړی په نښه کوی.
دغه سیمه کې د هوایی بمبار له ډېرېدو سره د پراخې مرګ – ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ