معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې په ټیټه بیه د ډبرو سکرو وېش بیا پیلیږي

کابل کې په ټیټه بیه د ډبرو سکرو وېش بیا پیلیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت راتلونکی ژمی د تېلو بیو د کنټرول او د کابل ښار اوسېدونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه ۲۵ زره ټنه لوړ کېفیت لرونکي سکاره په مناسبه بیه د کابل په بېلابېلو سیمو کې پلوري.
د دغه وزارت ویاند وايي، له کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ یې له یوه کورني شرکت سره چې د ډبرو سکرو د وېش د بهیر مسوولیت پر غاړه لري، هوکړه کړې ده.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د کانونو او پټرولیم وزارت د دغه اقدام هرکلی کړی او د دغه بهیر د سم تطبیق او د بازارونو د نورو برخو د کنټرول غوښتنه کوي.
اوس مهال د کابل ښار په بازارونو کې یو من د سون لرګي په ۱۰۰ افغانۍ او د ډبرو سکرو یو من له ۸۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې پلورل کیږي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس