اتریش د هرات زلزله ځپلو سره ۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۶ مه نېټه):
د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې اتریش د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان او یمن سره د ۸ میلیونه یورو په ارزښت د بېړنۍ مرستې اعلان وکړ.
دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلی، د دې مرستې هدف د هغو کسانو لاسنیوی دی، چې په دغو هېوادونو کې جګړو او نورو طبیعی پېښو زیانمن کړی دی.
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت ویلی، د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره دغه پیسې به د هغو زلزله ځپلو پر لاسنیوی هم ولګول شی، چې روانه میلادی میاشت یې په هرات کې زیات زیانونه وګالل.
د اعلامیې له مخې، په هرات کې وروستۍ زلزلې زرګونو کسانو ته مرګ – ژوبله واړوله او د افغانستان هغه زېربناوې یې ویجاړې کړې، چې له مخکې یې هم زیانونه لیدلی وو.
درې میلیونه یورو به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ، دوه میلیونه د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لارې په افغانستان او سیمه کې د دوی پر کارونو ولګول شی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.