کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزرا د اقتصادی مرستیال په مشرۍ په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو کمېټې د غړو وزارتونو او ادارو ترمنځ غونډه کې ټینګار کړی، چې له کابل ښار څخه دې په بشپړ ډول سوالګر راټول او تر ارزونې وروسته دې بې سرپرسته مستحقو سوالګرو ته په دوامداره ډول د نغدو او خوراکی توکو د مرستو رسولو لړۍ جاری وساتل شی.
تر دې وړاندې هم په مرکز کابل او نورو ولایاتو کې د سوالګرو راټولولو کمپاین پیل کړی و، خو د وخت په تېرېدو په کې یو وار بیا دغو خلکو ډېرښت وموند.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ